Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بلېنکن: له هېواده د غني وتلو د ټول شموله حکومت د جوړولو پلان ګډوډ کړ

طالبان د اکسټ په۱۵مه طالبان پر کابل واکمن شول او جمهوري نظام سقوط وکړ، خو ښکاري چې واک ته د طالبانو رسېدل، د دوی جګړه‌ییز قوت نه، بلکې د یوې هوکړې پایله وه.


هغه هوکړه چې واک‌یې طالبانو ته لېږداوه، خو له اوسني شکل په یوه بله بڼه.


تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانستان ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني ورسره پر هغه پلان هوکړه کړې وه چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټول‌ګډونه حکومت ته سپاري.


خو بلېنکن وايي، ښاغلی غني د دې هوکړې له عملي کېدو مخکې له افغانستان ووت.


ښاغلي بلېنکن له سي‌بي‌اېس سره خپله نوې مرکه کې وویل، ښاغلي غني دا ډاډ هم ورکړی و، که طالبان دا کار ونه‌کړي، تر مرګه ورسره جنګېږي.




بلېنکن زیاتوي: "ما د شنبې په شپه له جمهور رئیس غني سره په ټیلیفون خبرې وکړې، پر هغه مې فشار راووړ، څو ډاډ ترلاسه کړم چې هغه د طالبانو په مشرۍ یوه نوي حکومت ته د واک د لېږد له هغه پلان سره موافق دی چې موږ یې د عملي کېدو هڅه کوو، هغه چې ټول‌ګډونه به وي او د افغان ټولنې ټول اړخونه به په‌کې شامل وي. هغه ما ته په ټیلیفون وویل، دی چمتو دی، خو که طالبان دا کار ونه‌کړي، د مرګ تر وخته ورسره جنګېږي، خو په سبا یې هغه له افغانستان ووت. زه له جمهور رئیس غني سره له څو اوونیو او میاشتو راهیسې بوخت وم."


خو د افغانستان ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د واک پرېښودو او له وطن څخه د وتو په اړه خپل پیغام کې چې وړاندې خپور شوی ویلي و، د وینې تویېدنې او د ویجاړۍ د مخنیوي په هدف‌یې ارګ پرېښود.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سقوط ته په اشارې وايي، هېڅ استخباراتي ادارې یې دا وړاندوینه نه‌وه کړې چې په ۱۱ ورځو کې دې دا هر څه پېښ شي.




خو انتوني بلېنکن د افغان حکومت له سقوط سره سره، له دې هېواده د امریکايي عسکرو له ویستو دفاع کوي او زیاتوي، هلته‌یې خپل اهداف ترلاسه کړي دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، اوس‌مهال دوی نه‌یوازې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستو، بلکې په دې هېواد کې د خپل ۲۰ کلن حضور په ارزونه بوخت دي.


د ښاغلي بلېنکن په خبره، امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې او جمهور رئیس بایډن دا ډاډ ترلاسه کړی چې نور د دوی بل نسل مجبور نه‌دی چې افغانستان ته د جګړې لپاره ولاړ شي، هغه څه چې دی یې د خپل هېواد په ګټه بولي.





خو په افغانستان کې د امریکا اهداف څه و او ایا ترلاسه شوي دي؟


شنونکی عبدالباري عارض وايي: "افغانستان ته د امریکا د راتګ عمده اهداف دا وو چې القاعده به له‌منځه وړي، د نشه‌يي توکو ضد اغېزمنه مبارزه به کوي او د ډیموکراسۍ پر بنسټ، یوه ښه حکومتوالي به جوړوي چې په خبره‌یې دا یو هم ونه‌شول."


له دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کېدو خبره تکرار کړې، خو ځینو سناتورانو او پخوانیو چارواکو بیا دا ادعا ننګولې او له افغانستانه‌یې په یوځايي ډول د ټولو امریکايي عسکرو ویستل د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ بللی دی.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و، دوی غوښتل واک په داسې ډول ولېږدوي چې هېڅ بنسټ ونه‌نړېږي او تر خوا یې د یو ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته لار خلاصه شي.




خو خلیلزاد هم ویلي، په ناڅاپي توګه د ښاغلي غني تګ دا پلان خراب کړ.


محمد اشرف غني بیا د دې نیوکو او له ده سره د واک د شریکېدو د پلان په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *