د سپين بولدک - چمن دروازه نن سې شنبه پرانيستل کېږي
د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته له نن اتو بجو پرانيستل کېږي او هره ورځ به اته ساعته پرانيستې وي.
د ښاغلي همت په وینا تر دې وروسته د سپين بولدک پر لار سوداګریز موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولی شي او هغه مسافر چې د افغانستان پاسپورټ او د کندهار تذکره ولري، ورته اجازه ورکول کېږي چې پر دې لاره سفر وکړي.
د طالبانو حکومت شااوخوا یوه میاشت مخکې له افغانانو سره د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله د سپين بولدک دروازه وتړله چې له امله يې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.