کوېټ د سیاسي ناراضیانو د عفوې لپاره یوه مسوده تصویب کړه
دا موضوع له حکومت سره د روان کړکېچ د ختمېدو لپاره په پارلمان کې د سیاسي اپوزېسیون د وکیلانو لهخوا د یوه کلیدي شرط په توګه مطرح شوې وه.
د کوېټ حکومت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، کابینې لازمه مسوده تصویب کړه چې اعلیحضرت امیر ته وړاندې شي.
د پارلمان له وکیلانو سره د حکومت کړکېچ د دې سبب شوی و چې د قانون جوړونې چارې له میاشتو راهیسې په ټپه ودرېږي.