Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ژمي په راتګ سره د سونګ توکو د بیو له لوړوالي د خلکو اندېښنې

د تېر کال په پرتله د سونګ توکو په ځانګړي ډول د لرګیو او سکرو د بیې لوړوالي خلک اندېښمن کړي دي.


سره له دې چې د سونګ توکو بیې د ژمي په راتک سره لوړېږي، خو یو شمېر افغانان وايي چې سږ کال د دې توکو بیې څو برابره لوړې شوې دي.


دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو سره سره د سونګ توکو لوړې بیې هم دغه اندېښنې ورته دوه برابر کړې دي. 


۲۵ کلن مسعود چې په کندز ولایت کې هټۍ لري وايي، د سونګ توکي قیمته شوي او خلک د اخیستو توان نه‌لري.


مسعود زیاتوي: "د سونګ توکو بیې زیاتې لوړې شوې دي، یو غریب سړی چې په ورځ کې ۱۵۰ افغانۍ پیدا کوي هغه نه‌شي کولای دغه توکي وپېري او بې‌ګاري هم یوه جدي ستونزه ده، د یو زرنج لمدو لرګیو بیه ۲،۵۰۰ افغانۍ ده او وچ لرګي خو بیا له دې پورته دي."




د بغلان ولایت اوسېدونکی حیات‌الله دا ستونزه جدي ګڼي او له سوداګرو غواړي چې د ژمي په راتګ سره د خلکو لاسنیوی وکړي.


حیات‌الله زیاتوي: "ډېر خلک بې‌کاره دي، د دې توان نه‌لري چې لرګي واخلي، د خوړو ډوډۍ نه‌لري، لرګي او نور شیان خو پرېږده. دا یو ستونزه ده چې باید ورته رسېدنه وشي او سوداګر باید د خلکو لاسنیوی وکړي."


خو دادمیر چې په کابل کې د لرګیو کار او بار کوي وايي، د ژمي په راتګ سره په پکتیا او خوست ولایتونو کې طالبانو د ځنګلونو وهل منع کړي دي، همدا  لامل دی چې د لرګیو بیې لوړې شوي.


دادمیر وايي: "د لرګیو بیه په دې لوړه تللې چې له مرکزه نه‌راځي او خلک له موږ څخه لرګي اخلي او موږ یې له کمښت سره مخ کېږو، نو مجبوره یو چې قیمته‌یې وپلورو، په تېرو ژمو کې موږ شااوخوا ۸۰۰ خرواره لرګي پلورل، خو اوس تر دا مهاله یوازې ۳۵۰ خرواره مو پلورلي دي."


د سونګ توکو ترڅنګ د نفتي موادو لوړې بیې هم اندېښنې راپورته کړي. 


د افغانستان د نفتي موادو ټولنې مشر توکل احمد یار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د افغانستان د پیسو کنګل کېدل او په نړۍ کې د نفتي موادو د بیو لوړېدل هغه لاملونه دي چې د نفتي موادو بیې یې لوړې کړې دي.




احمد یار وویل: "بانګونو زموږ لپاره ستونزې جوړې کړي، که دا ستونزه حل شي شاید په نرخونو هم اغېز پرې باسي، کله چې موږ پیسې بانګ ته وړو، نو هلته د مرکزي بانک اجازه غواړي او دا چاره زموږ کار له خنډ سره مخ کوي، دا کار بیا د دې لامل کېږي چې زموږ هر سوداګر ۵ ډالره جریمه شي او دا د سوداګر لپاره یوه لویه ستونزه ده."


له دې ټولو اندېښنو سره سره بیا د طالبانو د حکومت یو ویاند بلال کريمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د نرخونو لپاره یو پروګرام جوړ شوی او ډېر ژر به عملي شي.


ښاغلی کریمي وايي: "د دې ستونزې د هوارۍ لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او ډېر ژر به حل شي، دا چې د سکرو او لرګیو بیې راټیتې شي په دې برخه کې هم جدي کار روان دی."


د نفتي او سونګ توکو بیې په داسې حال کې لوړېږي چې له یوې خوا ژمی راروان دی او له بلې خوا بیا د دولت ډېری کارکوونکو د تېرو څو میاشتو معاشونه نه‌دي اخیستي.


اوس باور دا دی که دې ستونزې ته ژر تر ژره د حل‌لاره ونه‌موندل شي په نږدې راتلونکي کې حالت له کابو کېدو وځي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *