نړیوال بانک: تصور نه شو کولی چې افغانستان کې به فعالیت پیل کړو
د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې نوموړي پرون په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې وویل، د دوی پر وړاندې یوه ستونزه د تادیې د سیسټم نشتوالی دی چې د ده په وینا دې هېواد ته د پیسو د لېږد مخه نیسي.
د راپور له مخې نړیوال بانک په اوس وخت کې په افغانستان کې له شلو زیاتې پراختیایي پروژې مخ ته وړي او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې له دې هېواد سره د ۵،۳ میلیارډه ډالرو مرسته کړې چې ډېره یې وړیا ده.
د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، پر نړیوال بانک سربېره د پیسو نړیوال وجهي صندوق IMF هم د سوونو میلیونه ډالرو مرستې بندې کړي.
پر دې سربېره د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې نهه میلیارډه ډالره شتمني هم د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې ده.