د افغانستان د فوټبال د ځوانو نجونو د ټیم ۳۰ غړې بریتانیا ته یوړل شوې
اسوشیټډ پرس اژانس راپور ورکړی چې دا افغان نجونې په اسلاماباد کې وې او پنجشنبه سهار بریتانیا ته ورسېدې.
د دوی په انتقال کې کېم کارداشیان، یوه نیویارک مېشتي مذهبي مشر او د بریتانیا یوه فوټبال کلب مرسته کړې ده.
ټولټال ۱۳۰ تنه چې ۳۰ یې فوټبالرانې او ۱۰۰ تنهیې د کورنۍ غړي وو نن په یوه الوتکه کې له اسلاماباده لندن ته نږدې په سټنډسټډ هوايي ډګر کې کوز شول.
بریتانیا له اول سره دغه هېواد ته د افغان فوټبالرو نجونو په انتقال کې مرسته کړې ده.
له دې مخکې هم د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم غړې پرتګال او اسټرالیا ته انتقال شوې دي.