هنګاو د بشري حقونو سازمان: طالبانو د تصویري هنرونو نړیوال فدراسیون یو غړی نیولی
د دغه فوټو ژورنالېست انځور د مېډل ایست امېجس په انستاګرام هم خپور شوی او ورسرهیې لیکلي دي چې عليپور په کابل کې طالبانو نیولی دی.
هنګاو (Hengaw) د بشري حقونو سازمان لیکلي عليپور په کردستان، ایران، انګلستان او هالند کې څو عکاسي نندارتونونه جوړ کړي دي.
ازادي راډیو د طالبانو له ګڼ شمېر ویاندیانو سره په دې اړه اړیکې ونیولې، خو دوی له دې خبرې بېخبري وښوده.
تر دې مخکې د یوناما مشرې دیبورا لاینز د چهارشنبې ناوخته د ملګرو ملتونو په یوه ناسته کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه.
د نومبر په ۱۶مه د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) مشر انتوني بلانګر هم د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه.
نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رژیم پر مهال د ټولو افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی.
هغه ویلي و چې د طالب وسلهوالو او نورو ډلو لهخوا د ګواښونو، ځورونو او تاوتریخوالي کچه د وخت په تېرېدو سره لوړه شوې ده.
خو طالبانو ویلي چي د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي.