Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل ښار لوېدیځ کې د چاودنو په اړه د سیمې د خلکو اندېښنې

 


د کابل لوېدیځه دشت برچي سیمه، هغه چې په دې وروستیو څو ورځو کې د زیاتو چاودنو شاهد دی.


یوازې روانه اوونۍ په دغه سیمه کې درې چاودنې شوي چې دوه ملکي کسان‌یې وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.


د یادو درېیو چاودنو مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.


د کابل ښار لوېدیځ کې دغو چاودنو د سیمې خلک اندېښمن کړي. د دې سیمې اوسېدونکې جمیله بهادري وايي، هره ورځ چې له کوره راوځي د بېرته ستنېدو هیله نه‌لري.


د هغې په وینا له پخواني ړنګ شوي نظام سره اوسنی حالت هېڅ توپیر نه‌کوي، پخوا به بریدونه زیات کېدل، اوس خلک د بریدونو ترڅنګ لوږه او بې‌کاري هم کړوي.


اغلې بهادري زیاتوي: "د جمهوریت سره توپیر دا دی چې یوازې په سنګرونو کې جګړه نه‌شته، امنیت خو اوس هم سم نه‌دی ټینګ شوی، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ نا امنیو هم خلک اندېښمن کړي دي، هره ورځ چاودنې، هره ورځ ګواښ او هدف هم ټول ملکي خلک دي، هره ورځ چې له کوره وځم د یوې چاودنې انتظار باسم، طالبانو تر اوسه کوټلي ګامونه نه‌دي پورته کړي."




د کابل ښار بل اوسېدونکی اصف خان هم روانو نا امنیو سخت اندېښمن کړی دی.


دی وايي: "موږ داسې فکر کوو چې د طالبانو له راتګ سره به د بشپړ امنیت خاوندان شو، خو داسې ونه‌شوو، اوس هم چاودنې کېږي موږ یې سخت اندېښمن کړي یو."


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې دیبرا لاینز د ملګرو ملتونو سازمان ته په ورکړل شوي راپور کې ویلي چې لا هم داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شتون لري.


طالبان که څه هم دا ادعا ردوي چې داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شته، خو وايي چې په ځینو ولایتونو کې فعالیت کوي.


د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د داعش فعالیت په جدي ډول څاري او چاته اجازه نه‌ورکوي چې د خلکو امنیت خراب کړي.


ښاغلي مجاهد وویل: "واقیعت دا دی چې داعش د افغانستان یو شمېر زونونو کې شته او فعالیت لري، خو موږ فعالیت په جدي ډول څارو او اجازه نه‌ورکوو چې د خلک امنیت خراب کړي، داعش یو ګواښ ده او ستونزې جوړوي، خو په ټیټه کچه او موږ د دې ستونزې د حل په برخه کې یو."




پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو وار بیا د داعش وسله‌والې ډلې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.


د کابل پر هوايي میدان له انتحاري حملې بیا په کندز او کندهار کې د جمعې پر لمونځ کوونکو او د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون تر ډله‌ییز حملو او دا شان د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې پرله‌پسې چاودنو لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.


د دې ټولو بریدونو مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې په غاړه اخیستی دی.


سره له دې چې طالبان داعش وسله‌واله ډله د ځان پر وړاندې جدي ګواښ نه‌ګڼي، خو د دغې ډلې بریدونه ورځ تر بلې په هېواد کې زیاتېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *