Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان: د طالبانو حکومت زموږ په استازولۍ پاکستاني طالبانو سره پر سوله غږیږي

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار وايي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې په خبرو کې د طالبانو حکومت د دوی استازولي کوي. 


معید یوسف له جیوز نیوز سره مرکه کې وویل، له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پیل شوي او روانې دي. 


دی وايي: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نه‌شته، کله چې اړتیا شوه بیا به ګورو. " 




ښاغلی یوسف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی خپل دریځ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شریکوي او بیا یې هغوی پاکستاني طالبانو ته رسوي وویل: "له لومړیو دا بهیر په همدې توګه پیل شوی دی." 


د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار دا تور هم پورې کړی چې ګنې اوس هم د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي او کورنۍ یې افغانستان کې اوسېږي، خو هغه ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت ورته ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې پاکستان وګواښل شي. 


خو طالبان بیا دا خبره نه مني چې ګنې دوی د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ یې د پاکستانیانو د استازو په توګه دا چاره پرمخ وړي. 


د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی منځګړي دي او د هیچا استازولي نه کوي. 


دی وايي: "موږ رښتیا هم استازولي نه کوو. موږ د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ استازیتوب کړی، څو په سیمه کې سوله ټینګه شي او دا د ټولو په ګټه ده. د استازولۍ خبره سمه نه ده." 




پاکستان له لومړیو دا تور پورې کاوه چې ګنې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي، خو د جمهوري نظام پرمهال نه یوازې دا چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستاني طالبانو مشران په نښه شول، بلکې یو شمېر یې لاس‌تړلي پاکستان ته وسپارل شول. 


د مخکیني جمهوري نظام چارواکو به ویل، پاکستان د هغو طالبانو لپاره چې افغانستان کې بریدونه کوي، خوندي او ارام پټن‌ځایونه برابر کړي دي.  


دوی دا هم ویل، چې د طالبانو کورونه او تجارت یې پاکستان کې دی او دا پوښتنه یې هم کوله چې دواړه لوري دې د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي. 


خو طالبانو چې اوس پر افغانستان واکمن دي، تل دا تورونه رد کړي او وايي، دوی خپلواک دي.


د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان ترمنځ اوس‌مهال پر یو لنډمهالي اوربند هوکړه شوې چې د ډسمبر په نهمه پای ته رسېږي. 


دواړو لوریو هوکړه کړې چې خبرو ته به دوام ورکوي، خو د دې خبرو پر وړاندې د پاکستان دننه مخالفتونه هم شته. 


له دې مخالفانو یو هم د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پارلمان غړی محسن داوړ دی.


هغه ویلي، پاکستانی حکومت دې د تحریک طالبانو سره د سولې خبرو پرځای، حساب و کتاب وکړي. 


محسن داوړ پاکستاني طالبان په شمالي وزیرستان کې د خلکو په وژلو او ورانۍ تورنوي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *