د قرغزستان اپوزېسیون ګوندونو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې
پرون ناوخته په پلازمېنه بشکېک کې د اپوزېسیون د څلورو ګوندونو مشرانو له چارواکو د پایلو د باطلېدو او له سرهیې د ټاکنو غوښتنه وکړه.
د لومړنیو پایلو له مخې درې حکومت پلوه ګوندونه د دغو ټاکنو عمده ګټونکي ګڼل کېږي او د ۹۰ څوکیو له جملې یې ۵۴ ګټلې دي.
اتاجرت یا پلار وطن ګوند د رایو ۱۶،۶، اشینیم یا باور ګوند ۱۳،۳ او ینتیماک یا همغږۍ ګوند ۱۰،۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.
د ټاکنو مرکزي کمېسیون وايي د رأی ورکولو پر شرایطو برابرو څه باندې ۳۰ فیصده خلکو رایې ورکړې دي.
کارپوهانو تر ټاکنو مخکې د رأی ورکوونکو د نهلېوالتیا په اړه اندېښنه ښودلې وه، ځکه دا له یوه کال څخه په کمه موده کې په قرغزستان کې څلورم وار ټاکنې دي.