پیټر فیالا د چک جمهوریت نوی صدراعظم وټاکل شو
د ولسمشر میلوش زیمان دفتر یکشنبه اعلان وکړ چې د ښاغلي فیالا د تأییدۍ مراسم له پراګ بهر د جمهوري ریاست په یوه ماڼۍ کې ترسره شول.
۵۷ کلن ښي اړخی سیاستوال پيټر فیالا په چک جمهوریت کې د ډیموکراتیک مدني ګوند (CDP) مشر پاتې شوی.
هغه د تېرې میاشتې ټاکنې د دوو نورو وړو ګوندونو سره د ائتلاف په جوړولو وګټلې.
ائتلاف وتوانېد چې د مخکېني صدراعظم اندري بابیش په مشرۍ واکمن ګوند په خورا لږ توپیر مات کړي او د هغه واکمني پای ته ورسوي.