Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

دوحه کې د خبرو دوام؛ طالب پلاوی نن له امریکایي چارواکو سره خبرو ته کېني

د طالبانو حکومتي پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ نن په دوحه کې خبرې کېږي.


له امریکايي لوري سره له خبرو وړاندې، د طالبانو پلاوي د اروپايي ټولنې له استازو سره دوه ورځې بحثونه وکړل.


د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، په دې خبرو کې به د دواړو خواوو په غوښتنو او اندېښنو ژور بحثونه وشي.




له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو لومړیتوب د هغه بانکي زېرمې د خلاصېدو غوښتنه ده چې د دوی له واکمنۍ سره سم، متحده ایالاتو کنګل کړه. د دې تر خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د بحث وړ موضوعاتو د نوملړ په سر کې ځای لري.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او دوحې ته د تللي پلاوي مشر امیر خان متقي وايي، دې خبرو کې په مهمو موضوعاتو بحثونه شوي او دواړه لوري په ځینو ټکو هوکړې ته رسېدلي دي.


په هغه غږ کې چې د طالبانو د حکومت د رسنیز دفتر له‌خوا ازادي راډیو ته رسېدلی ښاغلي متقي ویلي: "دې پایلې ته ورسېدو چې د بشري مرستو د زیاتېدو، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفترونو د بیا پرانیستل کېدو او ځینو برخو کې به پرمختګ کېږي. پر دې هم توافق وشو چې دا ډول غونډو ته به دوام ورکوو او راتلونکي کې به هم دا ډول ناستې کوو."




اروپايي ټولنې هم له طالب پلاوي سره له خبرو وروسته، یوه اعلامیه کې ولیکل، طالبانو ترې په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې.


اعلامیه کې زیاته شوې، دا خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه‌دي، بلکې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د دوی د عملیاتي تعامل یوه برخه ده.


د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د خدمتونو ادارې په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، دواړو خواوو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، خو دې ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام د ټینګار ترڅنګ ویلي، غواړي دا مرستې د یوه غوره مېکانیزم له لارې د نړیوالو مرستندویه او غیر دولتي بنسټونو له‌خوا ووېشل شي.


په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو پلاوي له دوی سره ژمنه کړې چې د قانون حاکمیت او ښې حکومتوالۍ ته د ژمنتیا ترڅنګ به، د ټولو هغو ملکي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لړۍ به بیا پیل کړي چې له مې میاشتې راهیسې يې معاشونه نه‌دي اخستي.


اعلامیه کې زیاته شوې، د اروپايي ټولنې پلاوي طالبانو سره خبرو کې د ډیموکراسۍ پر اهمیت ټینګار کړی او په اساسي قانون کې یې د هر ډول ممکنه اصلاحاتو غوښتنه کړې چې د شفافې او مشارکتي پروسې له لارې پلي شي.


اروپايي ټولنې له طالبانو دا هم غوښتي چې د یوه ټول‌شموله حکومت لپاره ګړندي، معنی لرونکي او کوټلي ګامونه پورته کړي، څو د قومي، سیاسي او مذهبي تړاوونو له مخې د افغان ټولنې استازیتوب وکړي.




اروپايي ټولنې نجونو ته د زده‌کړې ترڅنګ د ښځو په کار ټینګار کړی او له طالبانو غواړي چې په لوړو پوسټونو ښځې په دنده وګماري، څو د ملي پخلاینې لپاره لار هواره شي.


تمه ده چې نن د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ هم په یو شمېر ورته مهمو موضوعاتو خبرې وشي، هغه چې طالبان‌یې اغېزمنې او ګټورې بولي او هیله لري چې د افغانستان پر وضعیت به هم تأثير وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *