د بشري حقونو ټولنه: خالد فریدوني انفرادي کوټه قلفۍ ته بېول شوی
نوموړی د ۱۳۷۹ لمریز کال په سنبلې کې ونیول شو او د ایران د انقلابي محکمې له لوري په دې خاطر چې د ایران د کردستان په دموکرات ګوند کې غړیتوب لري، لومړی په اعدام محکوم شو، خو وروسته یې سزا په عمري قید بدله شوه.
خالد فریدوني تېر ۲۱ کلونه د ارومیې ښار په محبس کې تېر کړي او په وروستیو ورځو کې یې د نه خوړولو اعتصاب کړی و.