Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د ترکي ځواکونو افغان کار کوونکي: ترکان مو مالي حقوق نه راکوي

په کابل کې د ترکیې سفارت مخته راټول شوي اعتراض کوونکي وايي، ترکان یې مالي حقوق نه ورکوي.


دوی چې شمېر یې نږدې ۷۰ تنو ته رسیږې وایي، له لسو زیاتو کلونو راهیسې یې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې له ترکانو سره کار کړی، خو اوس یې تقاعد او نور مالي حقوق نه ورکول کیږي.


د دوی له ډلې یو تن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کابل کې د ترکیې سفارت مخته راځي، خو د سفارت کار کوونکي یې غوښتنه نه اوري.


دی وایي: "موږ نږدې اویا کسان دلته راټول شوي یو او د ترکیې له سفارته خپل مالي حقوق غواړو چې په دې کې زموږ تقاعد او معاش شامل دی او تظمینات ورته ویل کېږې، نو موږ ته باید خپل حق راکړل شي."


یو بل اعتراض کوونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، تر هغه به خپل دې اعتراض ته دوام ورکړي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي.


ده وویل: "موږ له لسو تر شلو کلونو پورې له ترکانو سره کار کړی دی، غواړو چې زموږ مالي حقوق راکړل شي، د همدې لپاره دلته د ترکیې سفارت مخته راټول شوي یو، نن مو څلورمه ورځ ده او که زموږ حقوق رانه کړل شي موږ خپل اعتراض ته دوام ورکوو."




 




اعتراض کوونکي وایي، په افغانستان کې مېشتو ترکانو ورسره ژمنه کړې وه چې د افغانستان د کار د قانون له مخې دوی ته تقاعد او نور امتیازات ورکوي.


دوی ادعا کوي چې د روان کار تر پایه ورسره د کار قرارداد شوی و، خو د روان کال د اګسټ له میاشتې راهیسې ورته میاشتني امتیازات هم نه دي ورکړل شوي.


اعتراض کوونکي دا ادعا هم کوي چې په کابل کې د ترکیې سفارت دننه د ترکیې سفیر او نظامي اتشه شته، خو د دوی غږ نه اوري، خو په کابل کې د ترکیې سفارت تردې دمه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایي، په کور دننه د کار قانون د دولتي کار کوونکو په برخه کې عملي کېدای شي، نه د بهرنیو ادارو او بنسټونو لپاره.


له ډلې یې عزیز معارج ازادي راډیو ته وویل، که د دواړو اړخونو له لوري په هوکړه کې د تقاعد او نورو مالي امتیازاتو یادونه شوي وي، افغان کارکوونکي حق لري چې ترلاسه یې کړي.


معارج وایي: "خامخا به د دواړو اړخونو ترمنځ یوه هوکړه موجوده وي، د همغې هوکړې پر بنسټ باید عمل وشي، که ژمنه داسې شوي وي چې د افغانستان د کار د قانون پر بنسټ به دوی ته مالي او نور امتیازات ورکول کېږي نو بیا یې حق جوړیږي چې د ترکیې هېواد یې امتیازات ورکړي."


د ترکیې دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰۲میلادي کال د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ تر وروستۍ نېټې پورې په افغانستان کې شل زره ترک پوځیانو او نورو ملکي کار کوونکو دندې ترسره کولې، خو له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ټول له دې هېواده ووتل.


د ترکیې دفاع وزارت ویلي، ترک ځواکونو په افغانستان کې په محاربوي‌ یا جنګي ماموریت کې ګډون نه دی کړی، بلکې د افغان پوځ سره د روزنې او د کابل حامد کرزي هوایي ډګر د امنیت ساتنې په برخه کې یې مرسته کړې ده.


د یادونې وړ ده چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو سره ډېری افغانانو هم کار کاوه چې د دوی په وتلو سره وزګار شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *