د سرې میاشتې ټولنه له کابله زابل، کونړ او تخار ته مرستې لېږي
د سرې میاشتې عمومي ریاست سرپرست مولوي مطیع الحق خالص نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "نن ۲۴۰۰ د خوراکي موادو بستې چې د قطر او کویټ د سرې میاشتو له خوا مرسته شوې وه او ۹۹۶ روغتیايي بستې زابل، کونړ او تخار ولایتونو ته لېږل کېږي."
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټېنګولو وروسته دغه هېواد کې د بشري بحران د پراخېدو په اړه بېلابېلو ادارو اندېښنې ښوولي دي.