د فاریاب چارواکي: نږدې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید را ټول شوي
د فاریاب ولایت مستوفي مولوي محمد رفیق ازادي راډيو ته وویل، په دې پیسو کې ۲۴ میلیونه افغانۍ یې مالياتي عواید، شااوخوا ۵۹ میلیونه غیرمالیاتي عواید او تر یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه افغانیو ډېر یې د اقینې ګمرک عواید دي.
مولوي رفیق وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ډېرې دولتي ادارې غیر فعالې شوي دي خو هیله من دی چې له بیا فعالېدو سره یې دولتي عواید ډېر شي.