Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: نړیوالو سره اړیکې ساتل اړین دي په یوازې ځان حکومتولي سخته ده

د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی په کوردننه د افغانانو ترمنځ یووالی او له نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو جوړول، د دوی د حکومت پر وړاندې دوه سترې ننګونې بولي.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي چې نن یکشنبه (د مرغومي ۵مه) یې په کابل کې د دوی له حکومت د اهل‌تشیع د مشرانو د ملاتړ په یوې غونډه کې خبرې کولې وویل، دوی نړۍ سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.




ښاغلی ستانکزی وايي، نور هېوادونه د دې اړیکو د جوړېدو لپاره پر دوی شرایط ږدي، خو د ده په خبره، دوی به په خپلو ارزښتونو معامله و نه کړي: "موږ مجبور یوو چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې او ترتیب ولرو، څو خپل اقتصاد، سیاست او نور مسایل له دوی سره مخکې یوسوو، ځکه په یوازې ځان ډېره ستونزمنه ده چې یو هېواد خپلې ټولنې ستونزې حل کړي."


مخکې تر دې نړیوالې ټولنې او تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ملاتړو هېوادونو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو لړ وړاندېزونه کړي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه، بشري حقونو او د لږکیو حقونو ته درناوی او له ترهګرو ډلو سره پرېکون یې مهم هغه دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د امریکا په ګډون له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له‌ لاس‌وهنې ډډه وکړي او افغانان پرېږدي چې خپل هېواد خپله جوړ کړي.


د طالبانو دا لوړ پوړی چارواکی مني چې په کور دننه ستونزې شته، خو ډاډ ورکوي چې ژر به حل شي.




نوموړی وايي، حکومت یې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو زده‌کړې او کار ته ژمن دی او ژر به د نجونو پر مخ ښوونځي او په ټول هېواد کې پوهنتونونه پرانیستل شي.


دا په داسې حال کې ده چې د سلو ورځو په تېرېدلو سره په افغانستان کې لا هم له یو څو محدودو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړل شوې.




عباس ستانکزي له ځوانانو هم وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي، ځکه د ده په خبره، کډوالي د ستونزو د حل په معنی نه ده.


په دې غونډه کې ګډون کوونکي کسان هم له طالبانو غواړي چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.


خو د دوی په خبره، په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره د افغان کډوالو راستنېدل مهم دي.


د غونډې یو ګډون‌وال عطاالله صادق وايي: "تر هغه چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو کمپونه و نه تړل شي، موږ به د بالقوه جنجالونو سره مخ یوو. په دې باید ژور کار وشي."


د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا په کابل کې د اهل‌ تشیع مشرانو له‌خوا دوهمه غونډه چې د طالبانو د حکومت د ملاتړ په موخه جوړېږي.


خو ډېری داسې کسان په ځانګړې ډول ښځې هم شته چې د طالبانو تر راتګ وروسته یې د کابل په لویدیځ د اهل تشیع ډېر مېشتې سیمه کې یې د خپلو غږ پورته کولو لپاره لاریون ته زړه ښه کړی، خو د طالبانو حکومت اجازه نه ده ورکړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *