Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

۵۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري؛د سره صلیب کمېټه:د توکو بیې ډېرې لوړې شوي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، سږ کال په افغانستان کې د لومړنیو توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي. 


دې کمېټې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "د غوړو ۵ لیټره بوشکه له ۵ ډالرو ۱۰ ډالرو ته یعنې دوه برابره شوې ده. د وریجو د یوې ۲۰ کیلويي بورۍ بیه له ۲۳ ډالرو ۲۸ ډالرو ته او د اوړو یوه بورۍ چې وړاندې ۱۸ ډالره وه اوس ۲۴ ډالرو ته پورته شوې ده. " 


د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د ژوند د لومړنیو توکي بیې داسې مهال پورته کېږي چې ۵۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري. 


په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې هغه مهال ډېرې لوړې شوې چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت را کم شو. 


خو که څه هم نن د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۱۰۳ افغانیو تبادله کېږي، خو د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ کمی نه دی راغلی. 


د خلکو نیوکه هم همدا ده چې د طالبانو حکومت د بازارونو په کنټرول کې پاتې راغلی، خو د طالبانو حکومت بیا دا نه مني او وايي، توانېدلي چې د ناورین مخه ونیسي. 


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "هیله مو دا ده ځینې ستونزې چې شته دا هم له‌منځه یوسوو. ولې دا چې وضعیت بحراني دی یا هم نور څه ویل کېږي، دا سم نه دي. بازارونه له موادو ډک او قحطي نه‌شته. یوازې ځینو برخو کې چې له تحول وروسته ستونزې را پورته شوې، د حل په موخه یې کار روان دی او دا لنډمهالې دي." 




د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته، د افغانستان اقتصادي خوځښت په ټپه ودرېد او تر خوا یې مالي او اقتصادي نظام مخ پر ځوړ ولاړ چې د خلکو په عوایدو یې هم منفي اغېز وکړ. 


د دې تر خوا لسګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړې چې د دوی ورځنی ژوند یې ټکنی او لومړنیو توکو ته یې د دوی لاس‌رسی محدود کړ. 


کندز مېشتي نورمحمد ته که څه هم د خپل عمر کره نېټه نه ده ورمعلومه خو دومره پوهېږي چې له شپېته کلنۍ اوښتی، وايي په دې عمر کې هم په کار پسې ډېر ګرځېدلی، خو ګټه یې نه ده کړې.  


نور محمد زیاتوي، د توکو بیې دومره پورته شوي چې نور د څه پیرلو توان ور پاتې نه دی: "د ټول افغانستان مشکل سخت دی. نه لرګي لرو، نه اوبه او نه خواړه. اوبه په پلاسټیک ګرموو، هغه بیا پښو ته ږدو، څو ګرم شو." 




اخترګل چې له کونړه ننګرهار ته ورکډه شوی وايي، ډېرې شپې یې له خپلو بچیانو سره په نهرې تېري کړي او د څه اخیستلو توان نه لري: "نهرې شپې مو تېرې کړي. دا مې بچیان دي، دوی به ما ته څه وکړي. مزدوري نه‌شته، ګټه وټه نه شته. بچیان نه خرڅولای او نه هم وژلای شوو. لس تنه کورنۍ لرم. شپږ مې غټې لوڼې دي، زه خپله سپین ږېری یم." 


د بیو پورته کېدو یوازې عام خلک نه دي اغېزمن کړي، بلکې د هټیوالو او د توکو د سترو پلورنځیو کار روزګار یې هم ټکنی کړی دی. 


احمد منصور د کابل په کارته نو کې د خوراکي توکو پلورنځی لري وايي: "زه د خوراکي توکو پلورنځی لرم، خو د توکو بیې پورته دي، د خلکو وس نه رسېږي چې څه واخلي، داسې ورځ راځي چې تر غرمې مې هېڅ توکی نه وي پلورلی. یو بورۍ اوړه تر ۲۴۰۰ او یوه بوشکه غوړي تر ۲۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي. داسې ټول شیان پورته شوي دي." 


منصور زیاتوي، بې‌وزلي له یوې خوا او د بیو پورته کېدو له بلې خوا، له خلکو دا توانايي اخیستې چې ان د خپل ژوند لومړني توکي وپیري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *