Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ۲زرو افغان قاضیانو ادعا: طالبانو په زور په ډله ییز ډول له دندو لېرې کړو

د طالبانو حکومت یو شمېر قاضیان او د عدلي او قضایي ادارو یو شمېر کار کوونکي له دندو لېرې کړي دي.


که څه هم چې لېری کړل شوي کسان کوم سند نه وړاندې کوي، خو ادعا یې دا ده چې د لېری کړل شوېو قاضیان شمېر ۲ زرو او د حقوقي ادارو او د عدلي او قضایي ادارو د لېرې کړل شوېو کارکوونکو شمېر څه باندې ۳ زره کسانو ته رسېږي.


دوی ادعا کوي چې د حقوقو او شرعیاتو په برخه کې د تحصیل ترڅنګ په دولت کې په عدلي او قضایي ادارو کې د کار څو کلنه تجربه هم لري.


یو له دې کسانو چې په یوه ولایت کې یې د عدلیي وزارت په چوکاټ کې ۳ کاله دنده ترسره کړې وایي، د ازاد رقابت له لارې په دنده ګمارل شوی وو.


هغه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د عقرب میاشتې په وروستیو کې یې موږ ته وویل چې له دې وروسته دندو ته مه راځئ، زموږ پرځای یې خپل کسان وګمارل او راته یې وویل چې نور تاسو ته اړتیا نشته".


د سترې محکمې یوه کار کونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ادعا کوي، د طالبانو حکومت له لوري له دندې لېرې کړای شوې.




نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د کار کوونکو د قانون پر بنسټ چې د طالبانو په پخواني حکومت کې هم نافذ وو او د ازاد رقابت له لارې په ستره محکمه کې په دنده وګمارل شو، تقریباً هر یوه ۲۰ – ۱۵ او ۱۶ کاله دندې ترسره کړي، خو دوی ته دا دلیل نه شي کیدای، کاشکې دوی له موږ سره کیني او زموږ خبرو ته غوږ شي".


دا کسان د طالبانو له لوري د دوی د اعتراضونو په نه اورېدو نیوکه کوي او وایي چې د طالبانو د سترې محکمې چارواکي په تُند چلند سره د دوی د مدني اعتراض مخه نیسي.


دوی وایي، د طالبانو حکومت د دوی معاشونه نه دي ورکړي او په وروستیو څلورو میاشتو کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.


ازادي راډیو وغوښتل، څو په دې اړه د طالبانو د عدلیي وزارت نظر هم واخلي، خو د دې وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.


خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې ځینې قاضیان د ده په خبره په بې عدالتیو او فساد کې د لاس لرلو له امله له دندو لېرې کړای شوي.


مجاهد زیاته کړه:"په پخوانۍ اداره کې قضا او محکمه د دوی تر ټولو فاسدې ادارې وې، د دوی همدا قاضیان وو چې په بې عدالتیو، بډو اخېستو او ناانصافۍ کې یې لاس درلود. له هغه ځایه چې اسلامي امارت له خپلو خلکو سره ژمنه کړې چې پر عدالت او انصاف یو برابر ارګان به ورته رامنځته کوي، له همدې امله یو شمېر قاضیان بدل شول، که څه هم چې د محاکمو کارکوونکې په خپل ځای دي، خو قاضیان تبدیل شول او نوي قاضیان معرفي شوي چې په اسلامي شریعت پوه دي او دې برخه کې تخصص لري".




بل لور ته ځینې حقوق پوهان وروستي تعیینات نامسلکي بولي.


عبیره ضیایي چې د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو مخکې مدافع وکیله وه، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "فعلاً افغانستان کې عدلي او قضایي وضعیت له ډېر بد برخلیک سره مخ دی، ځکه په لوړو څوکیو غیر مسلکي کسان ګمارل شوي، داسې کسان چې په عدلې او قضایي برخو کې پوره علمیت او سواد نه لري".


خو ذبیح الله مجاهد وایي چې د طالبانو حکومت د نوېو ټاکل شوېو قاضیانو په لاس د عدالت د ټینګښت په اړه باوري دي.


د طالبانو حکومت د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه ۶۹ تنه د کابل او ځینو نورو ولایتونو د محاکمو د رییسانو په توګه ټاکلي وو چې د ډېرېو نومونو د مولوي مختاړی درلود.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *