فرانسه د اروپایي ټولنې۶ میاشتنۍ مهالنۍ مشري په غاړه اخلي
فرانسه سر له نننه د اروپایي ټولنې شپږ میاشتنۍ مهالنۍ مشري په غاړه اخلي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د یوې پياوړې، خپلواکې او یو موټې اروپا هیله لري.
مکرون له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې ده چې اروپایي ټولنه نوره هم په نړۍ کې په یوه پياوړي ځواک بدله شي او د دې ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پسې نور هم ټېنګ شي.
د فرانسې ولسمشر د ډسمبر په لومړیو کې د فرانسې د مهالنۍ مشري په اړه ویلي و چې له هغې اروپا چې په خپلو پولو کې همکاري سره کوي یوې داسې اروپا ته باید حرکت وکړو چې په نړۍ کې ډېره پیاوړې وي، بشپړ حاکمیت ولري، په خپلو غوښتونو کې یو مخ ازاده وي اود خپل برخلیک څښتنه وي.