Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا د کابل هوايي ډګر ابي دروازه کې د ځانمرګي بریدګر هویت مشخص کړ

د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په ابي‌ګیټ کې له ځانمرګي برید د څه د پاڅه څلور میاشتو تېرېدو وروسته، د امریکا استخباراتي چارواکو د برید کوونکي په اړه مشخصات راټول کړي.


برید کوونکی عبدالرحمن اللوګری نومېده او د امریکايي چارواکو په خبره، هغه د انجینرۍ پوهنځي مخکنی محصل و.


امریکايي رسنۍ د متحده ایالاتو د استخباراتي او پوځي چارواکو له قوله لیکي، عبدالرحمن له برید ۱۱ ورځې مخکې هغه مهال چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، د بګرام زندان له ماتېدو وروسته، له ډېرو نورو بندیانو سره خوشې شو.


د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په ابي ګیټ کې ځانمرګی برید د اګسټ په ۲۶مه نېټه مازدېګر مهال ۵:۴۸ دقیقې وشو.




دا په افغانستان کې د داعش ـ خراسان څانګې تر ټولو خونړی برید و چې په کې نږدې ۲۰۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول. په وژل شوېو کې ۱۳ امریکايي پوځیان هم وو.


خو د طالبانو حکومت د دې برید په اړه د امریکايي چارواکو معلومات نه تاییدوي.


د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "لومړی خو موږ دا معلومات نه شو تاییدولای. د بګرام د زندان د ماتېدو او د دې برید ترمنځ زماني واټن ډېر کم و. په دومره وخت کې یو زنداني نه شي کولی چې له امنیتي ستونزو سره وسایلو ته ځان ورسوي، بیا هدف وټاکي او بیا داسې یو کار وکړي. ښايي څېړنه سمه نه وي شوې، نه پوهېږم په کومه بنا داسې ویل شوي."




خو امریکايي رسنۍ لیکي، عبدالرحمن اللوګری د متحده ایالاتو لپاره کومه ناپېژندل شوې څېره نه وه.


د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۷ کال کې 'CIA'د هند اطلاعاتي مسوولانو ته معلومات ورکړل چې په نوي ډیلي کې برید کېدونکی دی.


هند دا برید شنډ کړ او د برید په تړاو نیول شوی عبدالرحمن اللوګری یې CIA ته وسپاره.


CIA هغه په افغانستان د بګرام زندان ته راولېږه، تردې چې د کابل د سقوط سره سم، د طالبانو له‌خوا د بګرام زندان له ماتېدو وروسته، دی هم ازاد شو.


استخباراتي معلومات ښيي چې عبدالرحمن اللوګری د یو افغان سوداګر زوی و چې په مکرر ډول هند او پاکستان ته د سوداګرۍ لپاره تللی او راغلی. هغه په ۲۰۱۷ کال کې هند کې نوي ډیلي ته نږدې د مناو رچنا پوهنتون کې د انجینرۍ زده‌کړې کولې.


امریکايي چارواکي وايي، طالبانو د بګرام زندان له نیولو وروسته، ۱۲ زره بندیان ازاد کړل چې په دې ۶ زره طالبان، ۱۸۰۰ د داعش ـ خراسان څانګې وسله‌وال او نږدې ۳۲ تنه د القاعده غړي وو، خو په راپور کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو په بګرام زندان تر ولکې وروسته، هلته بندي د داعش ـ خراسان څانګې یو پخوانی مشر عمرخالد خراساني ووژاه.


خو د طالبانو حکومت دا نه مني چې ګنې له بګرام زندان بندیان د دوی له‌خوا خوشې شوي.


د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خبره، بګرام ته د دوی د ځواکونو له رسېدو وړاندې، زندان مات شوی و.




امریکايي چارواکي وايي، عبدالرحمن اللوګري په څرخي‌پله او بګرام زندان دواړو کې وخت تېر کړی، خو دا څرګنده نه ده چې هغه څه ډول په کابل کې د داعش له بریدګرو سره اړیکه پیدا کړه او څه ډول تر ابي‌ګېټ ورسېد.


داعش ـ خراسان څانګې له دې برید وروسته، هم په کابل، کندهار او کندز کې خونړۍ حملې وکړې. تردې چې په کابل کې یې د پاسپورټ ریاست هم په نښه کړ.


دې اندېښنو طالب چارواکي مجبور کړل چې د امنیتي ګواښونو له امله د پاسپورټ ریاست وتړي او د خپلو کسانو لپاره د پنجشنبې په ورځو د ځانګړو خدماتو بهیر هم لغوه اعلان کړي.


خو له دې ټولو سره- سره، د طالبانو حکومت داعش لوی ګواښ نه بولي او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد وايي، وروستیو کې د دې ډلې ۷۰۰ کسان نیولي او ترخوا یې د لویو بریدونو مخه هم ډب کړې ده.


خو شنونکي عزیز معارج وايي، د داعش له‌خوا د دې ډول نورو بریدونو ګواښ هم زیات دی: "دا جوته ده چې افغانستان کې د داعش له‌خوا هره ګړۍ د بریدونو ګواښ شته، ځکه افغانستان کې دا ډله فعاله ده. که طالبان د دې ډلې پر وړاندې چمتو و نه اوسي او خپل استخبارات فعال نه کړي، د دفعې لپاره یې ځانګړې اداره جوړه نه شي، ښايي د داعش شمېر نور هم زیات شي."




د طالبانو له حکومت د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه دا ده چې له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د نړۍ امنیت وګواښل شي.


د طالبانو حکومت هم ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د کوم بل هېواد په ضد نه کارېږي، خو دا یې هم ویلي چې د دې ډول ګواښونو د مخنیوي لپاره یې باید حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *