Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بې‌ځايه شويو کورنیو پر وضعيت اندېښمن دی

د کډوالو نړیوال سازمان (ای‌اوام)، د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځايه شويو کسانو وضعيت د جدي اندېښنې وړ بللی.


دغه سازمان راپور ورکړی چې افغانستان کې ۲۰۲۱ کال خلکو له کړاو ډک وخت تېر کړ په تېره بیا هغه څه باندې شپږ نیم لکه کسان چې یوازې همدې کال کې د جنګ جګړو او سختو اقتصادي ستونزو په سبب له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شول.


د ای‌اوام راپور ښيي چې دمګړۍ افغانستان پنځه نیم ملیونه کورني بې‌ځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.


له دې ډلې د فراه ښار ته ګڼې داسې ښځې، ماشومان او نارینه را کډه شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.


د ګلستان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې نوم‌یې وانه‌خیست له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې پخوا به‌یې نارینه کار کاوه، خو اوس کار نه‌شته.


دا وایي: "زموږ کور په بمبار کې نړېدلی دی. موږ په داسې کنډواله کې ژوند کوو. زموږ نارینه سهار ځي روزانې ته بېرته راځي هېڅ پیسې نه‌راوړي. ماشومان مو وږي دي. حکومت باید موږ سره مرسته وکړي. هغه بل حکومت چې و نارینه مو د ورځې درې سوه درې نیم سوه ګټلې، خو اوس بې‌کاره بېرته کور ته راځي."




یوازې فراه نه، بلکې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو دمخه په‌کې سختې جګړې وشوې لسګونه زره کورنۍ ښارونو ته کډه شوې.


له هغې ډلې هلمند، کندهار او کندز د یادولو دي.


خو ای‌اوام پرون خبر ورکړی چې غواړي د افغانستان په څو سیمو کې له دوو لکو بې‌ځایه شویو کسانو سره مرستې وکړي.


په مرستو کې د ژمي لپاره تودې جامې، کمپلې او منقلونه شامل دي.


د ملګرو ملتونو د کډوالو دې ادارې په خپل ټویټر باندې لیکلي چې د افغان کورنیو بې‌ځایه شویو کډوالو وضعیت خراب دی او د ژمي پر مهال ملیونونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


خو یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي بیا وايي چې مرستې مستحقو کسانو ته نه‌رسول کېږي.


د غزني د ګیلان یو اوسېدونکی چې خپل نوم‌یې نه‌دی اخیستی ازادي راډیو ته پیغام رالېږلی او وايي چې د طالبانو حکومت یوازې ملایانو ته مرستې ورکوي او نور مستحق کسان‌یې هېر کړي.




دی وایي: "مستحق دي که غیر مستحق دي دا څلورمه مرسته ده نه چا ترلاسه کړې، نه‌یې چاته ورکوي. موږ عامیان یو. دا مرستې ملایانو ته ورکوي. دا حکومت د ملایانو دی له ملایانو سره مرستې کوي."


د کډوالو نړیوال سازمان په وینا د ژمي په موسم کې کورني بې‌ځایه شوي خلک له ډېرو زیانګالو کسانو څخه دي او د ژمي سړې شپې او ورځې په سختۍ تېروي.


د طالبانو په بیا واکمنېدو سره امریکا د افغانستان شااوخوا نهه‌نیم میلیارده ډالره پيسې کنګل کړي او ترڅنګ‌یې له دغه هېواد سره ګڼې بهرنۍ مرستې هم درېدلي.


ملګرو ملتونو اټکل کړی چې افغانستان کې ۲۳ ملیونه کسان له لوږې سره مخ دي او که عاجلې بشري مرستې ونه‌شي یوه انساني فاجعه به رامنځته شي.


یوازې فراه نه، بلکې د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو دمخه په‌کې سختې جګړې وشوې، لسګونه زره کورنۍ ښارونو ته کډه شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *