د قزاقستان پولیسو هلته د ازادي راډیو د بېرو سرپرست نیولی و
امانژول د هغو ولسي اعتراضونو عکاسي کوله چې د جنورۍ په څلورمه نېټه د انرژۍ د بیو د لوړېدو پرضد راپورته شوي وو.
د راپورونو له مخې دا خبریال د پولیسو له خوا په زور یو موټر کې واچول شو او د لږ وخت له تېرولو وروسته نوموړی بېرته خوشې شو.
په قزاقستان کې دا اعتراضونو درې ورځې مخکې د طبیعي ګازو د بیو د لوړېدو وروسته د دې هېواد په لویدیځ کې پیل شول او وروسته د دې هېواد ډېرو ښارونو ته پراخ شول.