Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

 معلوله څارنواله: د کورنۍ سرپرسته یم؛طالبان دې ښځینه څارنوالانو ته د کار اجازه ورکړي

مشتري دانش، معلوله څارنواله چې د خپلې کورنۍ سرپرسته هم ده، د طالبانو له حکومته غواړي چې دې او نورو ښځینه څارنوالانو ته د دندو اجازه وکړي.


مشتري دانش په ۱۳۶۹ کال کې کله چې دوه کلنه وه، پولیو یا ګوزڼ ووهله، او له دواړه پښو پاتې شوه.


خو د پښو په مصنوعي قالب او لکړو ښوونځي او پوهنتون ته ولاړه او بالاخره څارنواله شوه.


هم اوس په تمه ده چې طالبان د پوهنتونونو د خلاصون اجازه وکړي او دا خپلې د ماسټرۍ زده کړې هم بشپړې کړي.


مشتري وایي له پنځو کلونو زیاته موده یې په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د څارنوالې په توګه دنده ترسره کړې او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یوه اوونۍ مخکې د لویې څارنوالۍ له لورې په عامه او خصوصي ادارو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي د څارنوالۍ د عمومي مشرې په توګه ګمارل شوې وه.


خو مشتري اوس د نورو ښځینه څارنوالانو په شان په کور ناسته ده او تراوسه یې تنخوا هم نه ده اخیستې.


دغه معلوله څارنواله د خپلې لس کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، وايی خپل معلولیت دومره نه ده ځورولې لکه بې وزلي یې چې یې نن سبا ځوروي.


دانش وایي:"مالي ستونزې د افغانستان په اوسني نظام کې شته، معاشونه نه دي ورکړل شوي او موږ په بې وزلۍ سره ژوند کوو، ان دا چې څو میاشتې کېږي د خپل کور کرایه مو نه ده ورکړې."


و موغوښتل په دې اړه طالبانو د حکومت چارواکو نظر هم ولرو خو دوی زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په نومبر میاشت کې رسنیو ته ویلي وو چې له څانوالانو سره به سلیقوي او امتیازي چلند ونه شي.


مشتري دانش څارنوالانو په ځانګړې ډول ښځینه څارنوالانو ته د ماوجه امنیتي ګواښونو په اړه هم اندېښمنه ده.


د نوموړې په باور نړیوالې ټولنې او پناه ورکوونکو هېوادونو هم دوی هېر کړي دي.


دانش وویل:"موږ څارنوالانو خپل کورونه پرېښي او د نورو کورونو ته راغلي یو د دې لپاره چې هغه مظنونین چې د طالبانو له لورې ازاد شوي زموږ ځایونه پیدا نه کړي او پر موږ حمله ونه کړي نو د دې لپاره موږ په پټ ځای کې اوسېږو ان دا چې زموږ د کورنۍ غړي نه شي کولای په ازاده توګه وګرځي، راوګرځي."


هڅه مو وکړه په دې اړه هم د طالب چارواکو نظر واخلو ، خو ویاندویانو یې په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


د طالبانو د حکومت مشرتابه د افغانستان تر نیولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه.


د دوی د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم مخکې ویلي و چې د څارنوالانو د اندېښنو د لرې کولو لپاره به اقدام وشي.


دغه معلوله څارنواله داسې مهال د خپل ژوند د ترخو کیسه کوي چې طالبانو افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د ښوونځیو، پوهنتونونو او دفترونو دروازې د ښځو پر مخ وتړلې او پر یو شمېر محدودیتونه یې پرې ولګول.


هغه مسایل چې د نړیوالې ټولنې غبرګونونه یې را وپارول.


ښځو په دې تړاو اعتراضونه او لاریونونه هم کړي خو د طالبانو له خوا یې په ځو ځلې مخه نیول شوې ده.


اوس د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له مهمو شرایطو دي.


مشتري دانش له نړیوالو غواړې چې پر طالبانو فشار راوړي چې د قضائیه قوې د کارکوونکو په ځانګړې ډول د څارنوالانو امنیت تامین کړي او ورته د کار کولو اجازه ورکړي او یا هم د څارنوالانو ته په خپلو هېوادونو کې پناه ورکول خپل لومړیتوب وګرځوي چې له روان وضعیت څخه خلاص شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *