د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې فیصل مدرس او د هغه همکاران ازاد کړي
که څه هم اووه ورځې کېږي چې د طالبانو له لوري افغان یوټیوبر فیصل مدرس او د هغه دوه همکاران نیول شوي، خو کورنۍ يې تراوسه د هغوی په اړه معلومات نه لري.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي، یوټیوبر فیصل مدرس، د کابل لورز یوټیوب چینل مدیر میلاد عزیزي او د یک په نوم د خبري کانال تصویر اخیستونکی ادریس رحیمي تېره اوونۍ د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې د امریکا په نیویارک کې دی، د طالبانو له بنده د دې درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دې کمېټې اسیا کې د خپل همغږي کوونکي سټیون باټلر له قوله په اعلامیه کې لیکلي، د فیصل مدرس، ادریس رحیمي او میلاد عزیزي نیول په ازادو رسنیو د طالبانو د اندېښمنونکو بریدونو ښکارندويي کوي.
دې کمېټې لیکلي، دغه خبریالان د طالبانو د ملي امنیت ریاست د ترهګرۍ سره د مبارزې په اداره کې بندیان دي او د طالبانو لهخوا ورته اجازه نه شته چې خپل کورنۍ او وکیلان وګوري.
د ادریس رحیمي مېرمنې هدیه اخلاص چې هغه هم خبریاله ده، ازادي راډیو ته وویل:" زما خاوند د خپلو دوه همکارانو سره نیول شوی. هغوي هېڅ ګناه نه لري. د هغوی دنده دا ده چې د خلکو غږ د دولت چارواکو او نړیوالو ته ورسوي. موږ له مسؤلو بڼسټونو او نړیوالو غواړو چې زما خاوند او همکاران یې د طالبانو له بنده ازاد کړي"
دغه دری یوټیوبران چې د یو یوټیوب چینل لپاره د "دوست داران" کابل په نوم خپرونې جوړوي، تېره پنجشنبه د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د طالبانو لهخوا نیول شوي.
د مېرمن اخلاص په خبره، د اووه ورځو له تېرېدو وروسته هم د هغوی په تړاو هېڅ معلومات نه شته.
یوټیوبران هغه کسان دي چې د یوټیوب له چینلونو په ګټې راپورونه جوړوي او خلکو ته عامه پوهاوي په برخه کې هم کار کوي، خو ټولنیزو رسنیو کې په تخنیکي توګه کار نه کوي.
هاخوا بیا د دغه نیول شویو کسانو د کورنۍ یوه غړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دې ۳ کسانو سربېره، د دوی یو بل همکار هم نیولی ،خو له پوښتنو ګروېږونو وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.
د دوی کورنۍ د هغوی د نیول کېدو لامل د پنجشېر په اړه راپور جوړول ګڼي او وايي، طالبانو مخکې له دې چې د دوی یو همکار له بنده ازاد کړي، ترې پوښتلي یې و چې ایا د پنجشېره یې د راپور جوړونه کې ونډه درلوده او که نه.
هغه راپور کې د طالبانو لهخوا د یوه ملکي کس وژل کېدو ته اشاره شوې وه چې پراخ غبرګون یې درلود.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ د دې درېیو تنو د نیول کېدو په اړه غبرګون ښيي.
د دې بنسټ د عدالت غوښتنې مسؤل نصیر نوري د طالبانو دا عمل د بیان د ازادۍ پر وړاندې بېباوري ښيي.
نوري وایي:" د طالبانو لهخوا یو خبریال ډېر سخت وهل شوی دی. د دوی لهخوا د خبریالانو د وژنې، سانسور او نورو په اړه هېڅ ډول قضیه نه ده څېړل شوې او هېڅ ځواب ویونکې بنسټ هم نهشته. له رسنیو د ملاتړ بنسټونو هڅه کړې چې دا ډله اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ځواب ویونکي واوسي، خو دوی هېڅ ډول قانون نه مني. نه هم داسې منل شوی قانون شته چې د خبریالانو کار خوندي کړي. خبریالان ډېر تر سخت سانسور لاندې دي."
د نۍ د معلوماتو پر بنسټ، پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته، شپږ خبریالان وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ راپورونه ښيي چې ۴۲ خبریالان تر اوسه د طالبانو لهخوا نیول شوي او له څو ساعتونو یا ورځو بند تېرولو وروسته یې بېرتهازاد کړي.
نۍ وايي، طالبانو په کابل کې یو شمېر خبریالان د هېوادوالو د لاریون یا هم اعتراض د خبري پوښښ له امله نیولي، شکنجه کړي او سره له دې چې د نړیوالو فشار هم شته، مګر بیا هم دا ډول پېښې دوام کوي.
د طالبانو حکومت د درې تنو هغو کسانو د نیولو په اړه ازادي راډیو ته ځواب ور نه کړ چې د خپلو شخصي یوټیوب چینلونو په اړه یې راپورونه هم یا ویډیوګانې جوړولې، خو له دې وړاندې یې ویلي، دوی د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي، مګر هغوی هم باید د بیان له ازادۍ ناوړه ګټه وا نه خلي.
که څه هم د طالبانو حکومت موده وړاندې یوه توصیهلیک رسنیو ته واستوه چې له مخې یې خپل پروګرامونه برابر کړي، خو د طالبانو حکومت تراوسه د بیان د ازادۍ په اړه کومه مشخصه تګلاره یا هم طرحه نه ده وړاندې کړې.