د افغانستان د تکواندو رییس نجیب الله سکندر چې ډاکټر هم دی تری تم شو
د افغانستان د تکواندو رییس نجیب الله سکندر چې په جمهوریت روغتون کې ډاکټر هم دی په کابل کې تری تم شوی.
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترکي ازادي راډیو ته وویل چې موضوع یې د طالبانو له امنیتي سرچینو سره شریکه کړې ده: "کله چې موږ تماس ونیو له ټولو امنیتي ادارو سره ډاکټر صاحب هلته نه و، نو جوتیږي چې دا یا د اختطاف یا د غلو کار دی، طالبانو موږ ته ډاد راکړ چې دا مساله جدي تعقیبوو او انشاالله ژر تر ژره به معلومه شي او خپلې کورنۍ ته به یې وسپارو."
د ښاغلي ترکي په وینا، ډاکټر سکندر د سې شنبې د شپې د لس نیمو بجو خوا ته له روغتونه خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ اختطاف شو.