'HRW': د طالبانو واکمنۍ افغانستان کې بشري او اقتصادي حالات لا کړکېچن کړی
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد بشري او اقتصادي حالات لا پسې کړکېچن شوی دی.
دغه راپور کې چې نن د جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه خپور شوی، په کې راغلي چې د دې بشري او اقتصادي ناورین تر ټولو زیاته بیه ماشومان او ښځې پرې کوي.
د 'هیومن رایټس واچ' په دې راپور کې د ۲۰۲۱ کال پر مهال په سلو هېوادونو کې بشري وضعیت ته کتنه شوې ده.
د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې تر اوسه د تېرو شلو کلونو سترې لاسته راوړنې په زیاته اندازه له منځه تللي چې د ښځو کار او نجونو تعلیم یې د دغو لاسته راوړنو مهمه برخه یاده کړې ده.
د دغه سازمان چارواکو په دې راپور کې ژوره اندېښنه ښودلې چې اوس مهال طالبانو پر افغان ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي، خلک له بې وزلۍ او بې کارۍ کړېږي او د تېر جمهوري حکومت ډېری دولتي کارکوونکي له دندو لېرې کړل شوي دي.
راپور کې وړاندې راغلي چې د امریکا او متحدانو د تخلیې له پلان سره-سره لا هم زرګونه هغه کسان په افغانستان کې پاتې او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی چې له نړیوالو سره یې کار کړی دی.
دغه راپور کې پر هغو ژورنالیستانو، د بهرنیو ادارو پخوانیو کار کوونکو او د تېرحکومت یو شمېر چارواکو په اړه هم اندېښنه ښودلې چې په خبره یې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري بندیان شوي، وهل ډبول شوي او له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
خو طالبان بیا د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دغه راپور ردوي او وایي چې برعکس او افغانستان کې د بل هر وخت پرتله د خلکو لپاره د امن فضا برابره ده.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې اوس مهال ټول خلک خپلو حقونو ته لاسرسی لري: "دا کوم راپور چې خپور شوی، زه یې په کلکه ردوم، اوس په هېواد کې د ټولو وګرو حقوق حفظ دی، هغوی د مالکیت حس لري، په هېواد کې یې د ژوند امنیت خوندي دی، همدارنګه د ټولو د ابرو او عزت اړوند حقوق خوندي دي، تر بل هر وخت اوس خلکو هوسا او ارام ژوند لري."
ښاغلي کریمي دغه راپور کې د ښځو د کار او نجونو د تعلیم د اشارې په اړه وویل چې هڅه کېږي تر راتلونکي څه مودې د ټولو نورو کورني حقونو تر څنګ دوی د تعلیم زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې راپور کې په تېر ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه هغو امنیتي پېښو یادونه هم شوې او د هرې یوې پېښې د مرګ ژوبلې شمېرې په کې خپرې شوي چې په خبره یې اکثریته هغه شعیه هزاره وګړي دي چې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې له لوري ترسره شوي دي .
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له لومړنۍ کلنی راپور دی چې خپرېږي، خو مخکې تر دې ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د ژورنالېستانو او رسنیو بېلابېلو نړیوالو ادارو او اکثره نړیوالو رسنیو هم وړاندې د پرله پسې راپورونو په خپرولو د افغانستان د بشري او اقتصادي اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.