طالبانو په فراه کې یو کاناډايي وګړی نیولی
د طالبانو ځینو سرچینو تائید کړې ده چې په فراه ولایت کې یې یو کاناډايي وګړی نیولی دی.
یو ځايي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا بهرنی له هراته فراه ته روان و چې د طالبانو د استخباراتي مامورینو له خوا د فراه رود په سیمه کې نیول شوی دی.
د دې سرچینې په وینا یاد کس د هویت تر تثبت وروسته دا مهال د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره د استخباراتو د ریاست په توقیف کې دی.
په سیمه کې ځايي طالب چارواکو په څرګنده د دې موضوع په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ازادي راډیو ته په یو رسیدلي غږیز کلیپ کې چې ظاهراً د طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ یو چارواکي ته منسوب دی، اورېدل کېږي چې نیول شوی کس کاناډايي دی له پاکستانه په ویزه افغانستان ته ورغلی او یو شمېر نورو ولایتونو ته یې هم سفرونه کړي.
د طالبانو د حکومت رسمي ویاندویانو د دې کس د نیول کېدو او هویت په اړه څه نه دي ویلي.