فوټبال؛ د ریال ماډرید لوبډلې د اسپانیې سوپر جام سیالیو ته لار پیدا کړه
د ریال ماډرید لوبډلې د اسپانیې سوپر جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
د بارسلونا او ریال ماډرید لوبډلو تېره شپه د اسپانیا د سوپر جام سیالیو په دوام د ریاض ښار په ملک فهد په لوبغالي کې سره لوبه وکړه.
په دغه لوبه کې ریال ماډرید ۳ د ۲ پر وړاندې بارسلونا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یاد جام پای لوبې ته یی لار پیدا کړه.
په دغه لوبه کې وینیسوس جونیور په ۲۵ دقیقه، کریم بنزیما په ۷۲ دقیقه او فدریکو والورده د اضای وخت یعنی ۹۸ دقیقه کې د ریال ماډرید په ګټه ګولونه ووهل.
ریال ماډرید به د دغه جام سیالیو په پای لوبه کې د اتلتیکو ماډرید او اتلتیکو بیلبایو له دوو لوبډلو له یوی سره مخامخ کېږی.
د اتلتیکو ماډرید او اتلتیکو بیلبایو ترمنځ لوبه سبا شپه ترسره کېږی.