د کندهار د احمد شاه بابا هوايي ډګر کارکوونکو اعتصاب کړی
د کندهار د احمد شاه بابا هوايي ډګر د ملکي امنیت کار کوونکو د معاشاتو د نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی دی.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د احمدشاه بابا هوايي ډګر د ملکي ترمینل د امنیت ۱۱۰ کسانو د تېرو پنځو میاشتو معاشات نه دي تر لاسه کړي، نو ځکه اړ شوي چې کاري اعتصاب وکړي.
یادو امنیتي کارکوونکو ته له تېر یوه کال راهیسې د 'Hart' په نوم یوه عربي کمپنۍ معاشات ورکول چې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې یې معاشات نه دي ورکړل شوي.
د سرچیني په حواله تر څو چې د معاشاتو نوي قراداد نه وي ورکړل شوي،کاري اعتصاب پای ته نه رسوي.
دغه کار کوونکو ته په اوسط ډول له ۵۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ امریکايي ډالرو پورې معاشات ورکول کېدل.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
د یادولو وړ ده چې نن د کندهار هوايي ډګر ته د ایران له مشهد ښار څخه مسافر وړونکې الوتکه راځي.