طالبان: د بادغیس سبزک سیمه کې ۲۵ کسان په واورو کې ګېر پاتي
په بادغیس ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، په سبزک سیمه کې له تېرماښام لږ تر لږه ۲۵ کسان په واورو کې راګېر پاتې دي.
د بادغیس لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د والي ویاند، مولوي باز محمد سروري، ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د بادغیس هرات پر یوه لار بند پاتې شوي.
نوموړي وویل: "پر دې لویه لار شااوخوا ۲۵ مساپر په څلورو موټرو کې راګېر پاتې دي چې همدا اوس له ځمکنۍ او هوايي لارې د ژغورنې عملیات روان دي."
ښاغلي سروري وویل، دغه کسان چې غوښتل یې له بادغیس څخه هرات ته لاړ شي، پر هغه لویه لار راګیر پاتې دي چې بادغیس له شمالي ولایتونو سره تړي.
په ځینو رسنیو کې د راګیرو پاتې شوېو کسانو شمېر ۶۰ ښوولی، خو د بادغیس چارواکي دغه شمېر نه تاییدوي.