په بریتانیا کې ترافیک له نا اشنا موټر چلوونکي سره مخ شوي
په بولویل ښار کې پولیسو یوه موټر ته ورپام شول، پولیس ورپسې شول، موټر یې ودراوه، د موټر د چلوونکي عمر تر اتیا تېر و.
انډیپنډنټ ورځپاڼې او لوبوان فرانسوۍ ورځپاڼه څرګندوي چې پولیسو چې له دې سړي د لایسنس پوښتنه وکړه، هغه لایسنس نه درلود او ویې ویل چې له دولس کلنۍ موټر چلوي خو تراوسه یې لایسنس نه دی اخیستی.
پولیس وایي چې دې سړي په دې اوږده موده کې نه ټکر کړی، نه یې کوم بل غیرقانوني کار چې موټر یې ودرول شي، خو موټر یې بیمه کړی هم نه دی.
پولیسو ټینګار وکړ چې بل څوک دې د دې بوډا په څېر هڅه نه کوي څو په ټولنه کې خلک خوندي وي او د موټرو د ټکر مخه ونیول شي.