ډنمارک د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف لګېدلي محدودیتونه لغوه کړل
دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې له یوې خوا په ډنمارک کې د اومېکرون په نوم د کرونا د نوې بڼې چې نسبتاً خفیف علایم لري خو په فوق العاده چټکۍ سره خپرېږي مثبت مواردو زیات شوي او بل خوا د روغتیا نړیوال سازمان WHO خبرداری ورکړی چې اومېکرون په ډېری هېوادونو کې تراوسه خپل اوج ته نه دی رسېدلی.
د ډنمارک حکومت د جبري ماسک او کووېد پاس او د رسټورانټونو او بارونو د کار پر وخت محدودیتونه چې په سېپټمبر او نوومبر میاشتو کې یې په تجربوي ډول فسخ کړي وو، پرون یو ځل بیا عملاً لېرې کړل.