پاکستاني پولیس: د خېبر پښتونخوا نوښار کې وسله وال برید ۲ سرتېري وژلي
د پاکستان پولیسو تایید کړې چې د خېبر پښتونخوا په نوښار کې په یوه وسله وال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.
پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې برید د پنجشنبې په ورځ د جلوزو تاڼې په حدودو کې شوی.
بیان وايي، وسله والو د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل. تحریک طالبان پاکستان د حملې پړه منلې ده.
هاخوا په بلوچستان کې هم چارواکو پرون تایید کړې چې د وسله والو له خوا پر پوځي اډو په وروستیو بریدونو کې د وژل شوېو پاکستاني عسکرو شمېر ۱۲ ته رسېدلی.
د بلوچستان د وړمې ورځې د بریدونو پړه بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ لېبرشن ارمي منلې او ادعا یې کړې چې له پنځوسو زیات پاکستاني عسکر یې وژلي.