د منظور پښتین پر قافلې د ډزو د پېښې پرضد کراچۍ کې مظاهره شوې
![د منظور پښتین پر قافلې د ډزو د پېښې پرضد کراچۍ کې مظاهره شوې](https://gdb.rferl.org/28f2a0cf-9d65-4b97-b366-3f596c89158d_tv_w800_h450.jpg)
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين پر قافلې د ډزو او د غورځنګ د يو مخکښ نور باچا د ژوبلېدو د پېښې پرضد په کراچۍ کې مظاهره شوې ده. د فبرورۍ پر درېيمه شوې دې مظاهره کې د غورځنګ غړو د پېښې د عاملينو پرضد د کوټلي اقدام غوښتنه کوله. پښتون ژغورنې غورځنګ د ژوب د ډزو د پېښې پر ضد د فبرورۍ پر څلورمه هم د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې اعلان کړي دي. نور حال د نياز علي خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.