عمران خان: پاکستان او چین دې د افغانستان سولې او ثبات کې همکاري وکړي
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان او چین باید په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختیا لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، عمران خان پرون له خپل چینايي سیال، لي کهچیانګ سره د چین په پلازمېنه پېکینګ کې وکتل.
عمران خان پرون د ازبکستان له ولسمشر، شوکت میرضیایف سره هم په پېکینګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستې مراسمو په څنډه کې کتلي وو.
تر اوسه یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ګڼو سازمانونو او هېوادونو ویلي، پر دې غور کوي چې له افغانستان سره بشري مرستې دوام وکړي.