ایا بلوڅ بېلتون غوښتونکي د ځواکمنېدو په حال کې دي؟
په کوټه کې خبريال او شنونکي شهزاده ذوالفقار د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې اېسټیبلېشمنټ دا خبره محسوسه کړې ده چې وروستي بريدونه ډېر خطرناک ول او په دې خبره حيران دي چې وسله والو ډلو څه رنګه داسي قوت ترلاسه کړ.