د امریکا ویرجینیا کې د نورو افغانانو د منلو په هدف نوی مرکز جوړیږي
له دې موضوع څخه باخبره څلورو سرچینو ویلي، په دې مرکز کې به د هغو کسانو کیسونه او چارې سمبالېږي چې له افغانستانه هلته بیول شوي دي.
یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په غالب ګومان دا نوی مرکز به د روانې فبروري میاشتې په پای یا د مارچ په لومړیو کې پرانېستل شي.
متحد ایالات پلان لري چې په پوځي اډو کې د افغانانو لپاره له اتو جوړو شوېو مرکزونو څخه وروستی یو هم په نژدې راتلونکي کې وتړي.
لسګونه زره افغانان چې په تېره اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته متحدو ایالاتونو ته لېږدول شوي، په همدې اډو کې دېره دي.