د اوکراین پر بانکي سیسټم سایبري برید؛ امریکا: روسیې دې برید کې لاس لاره
د سپینې ماڼۍ د سایبري چارو جګپوړې چارواکې ان نیوبیرګر Anne Neubergerپرون جمعه (د سلواغې ۲۹مه( وویل، دوی باور لري چې د روسیې حکومت په دې پراخو حملو کې لاس درلود.
همدا راز د بریتانیا د بهرنیو اړیکو، کامنویلټ او پرمختګ د چارو ادارې ویلي چې د روسیې د پوځي استخباراتو اداره په قطعي ډول د اوکراین پر دفاع وزارت په سایبري برید کې لاس درلود.