د بارتر سوداګرۍ د پیل په اړه طالب حکومت ته د اسلام اباد وړاندیز
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان مرکزي بانک د دې هېواد مالیې وزارت وزارت ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د ډپلوماتیکو چینلونو له لارې له افغانستان سره د بارتري سوداګرۍ یا د جنس پر وړاندې د جنس د معاملو په اړه موافقې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان دواړه د بهرنیو اسعارو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي.