په خوست کې ۵۸ کیلو نشه يي توکي نیول شوي دي
د فبروري په ۱۹مه نېټه د خوست د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پرضد مدیریت مدیر میرصادق خان صادق ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي توکو د کاروبار او کارونې د مخنیوي لپاره د دوی هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړه: "په جریان د لسو ورځو کې څه دپاسه ۵۱ کیلو چرس او ۶ کیلو تریاک په ګُربزو ولسوالۍ کې نیول شوي دي، یو کیلو شیشه په مرکز کې نیول شوې ده، په تور يې یو موټر او درې کسان هم نیول شوي دي."
میرصادق خان په خپلو خبرو کې د خوست له اوسېدونکو وغوښتل، د نشه يي موادو په مخنیوي کې امنیتي او کشفي ادارو سره مرسته وکړي.