Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پوهنتون استادانو د افغانستان د بانکي زېرمې په اړه د جوبایډن پرېکړه وغندله

د یو شمېر دولتي پوهنتونونو استادانو نن شنبه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې د یو درې ماده ییز پرېکړه لیک په لړ کې د سېپټمبر د ۱۱ مې پېښې قربانیانو کورنیو باندې د افغانستان کنګل شوېو 'درې نیم میلیارډه ډالرو' شتمنیو د وېش په اړه د امریکا د جمهور رییس جوبایډن پرېکړې په وړاندې خپل غبرګون وښود.


د دولتي پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشر نجیب الله امرخېل دې خبري ناسته کې له نړیوالو وغوښتل چې د افغانانو د حق غوښتلو لپاره دې ورسره همغږي شي.


نوموړي وویل: "موږ د پوهنتونونو استادان له خلکو غواړو چې ای د نړۍ ازادو خلکو او ای د امریکا د متحدو ایالاتو ازادو خلکو، له موږ سره همغږي شئ څو له ظالمه د مظلوم حق واخلو که نه نو دا ورځ به پر تاسو هم یوه ورځ راشي."


د دغه پرېکړه لیک یوه برخه کې راغلي چې د نړۍ د تر ټولو بې وزله هېواد نه د نړۍ د شتمن هېواد باج اخېستل د نه کړي جرم له امله د سزا ورکولو په معنی دي.


د پوهنتون یو استاد نصیر احمد محبت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې پېښه او د دغې پېښې قربانیانو کورنیو ته د شتمنیو وېش هېڅ مستقیم او غیرمستقیم تړاو له افغانستان سره نه لري، د دې زېرمو اصلي مالک افغانستان دی، د نړۍ د یو شتمن هېواد دا پرېکړه له یو فقیر هېواده د ظلم، غلا او باج ګیرۍ په معنی ده، په داسې حال کې چې هېڅ جرم یې نه دی کړی."


له دې مخکې طالبانو په امریکا کې د سېپټمبر پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د یوې اعلامیې په خپرولو یې له امریکا غوښتي چې د افغانستان پیسې دې له قید او شرط پرته افغانستان ته ورکړي.




په دې اعلامیه کې خبرداری هم ورکړل شوی و چې که متحده ایالات خپل دریځ بدل نه کړي، طالبان به د دې هېواد پر وړاندې په خپله کړنلاره بیا غور وکړي.


د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم په یوه خبري ناسته کې وویل، کېدای شي د امریکا دا پرېکړه پر طالبانو د فشار لپاره وي، خو د افغانستان خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.




له دې سره د بشر حقونو نړیوال سازمان هم د امریکا د دې پرېکړې باندې د نیوکې ترڅنګ ویلي، که د افغانستان بانکي شتمنۍ په دې توګه تقسیمېږي دغه هېواد کې به اقتصادي ثبات له منځه ولاړ شي.


له دې مخکې سپینې ماڼۍ ویلي، د افغانستان د شتمنیو په اړه د بایډن پرېکړه به د محکمې تر حکم وروسته پلي شي.




د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل، جمهور رییس بایډن هڅه کوي د دې کنګل شوېو شتمنیو یوه برخه د افغانستان د خلکو په ګټه وکاروي او پاتې نور یې د محکمې تر حکم وروسته به په متحدو ایالاتو کې پاتې شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *