Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رینا امیري: اسلامي نړۍ دې طالبان د ښځو حقونو ته د درناوي په خاطر راوبولي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو سره په دې هېواد کې د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړي.


دا لیدنه پرون د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) شوې.


رینا امیري د دې لیدنې جزییات په خپله ټویټرپاڼه خپاره کړي او لیکي: "دا لیدنه د عربستان په جده ښار کې شوې او په کې ټینګار شوی چې اسلامي نړۍ باید طالبان بشري حقونو ته په احترام او د ښځو په برخه کې  د خپلو شوېو ژمنو عملي کېدو ته ځواب ویوونکي کړي."




رینا امیري له دې سازمان دا هم غوښتي چې پر طالبانو فشار راولي، څو  یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ او ترخوا یې د معترضه ښځو مجازات پای ته ورسوي.


اغلې امیري زیاته کړې: "د ښځو د پیاوړتیا لپاره باید هڅې وشي او ښوونځیو، کار، ټولنیز ژوند او سیاست کې د هغوی ګډون ته بیا زمینه برابره شي."


د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د اسلامي همکاریو سازمان سره په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي په لارو چارو هم غږېدلې او ترخوا یې د اسلامي پراختیايي بانک مسوولانو سره، افغانستان ته د مرستو د جلب په خاطر خبرې اترې کړي.




دا لیدنې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت پرښځو د لګېدلو محدویتونو له امله تر نیوکو لاندې دی.


خو د طالبانو حکومت بیا وايي،  په اسلامي چوکاټ کې د ښځو هر ډول حقونو ته ژمن دي او په دې برخه کې شوې نیوکې بې‌ځایه بولي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د ښځو د حقونو برخه کې هغه شرعي حقونو ته ژمن دی. انشاالله ښځو ته به هغه حقوق ورکول کېږي چې اسلام ورکړي دي. په دې اړه موږ مخکې هم ویلي، بیا یې هم وایو چې کومه کمې به نه وي."




خو له دې ژمنې سره- سره، د افغانستان د متقدرو ښځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د حکومت د شپږ میاشتو د پوره کېدو په پلمه یې خپره کړې او په کې یې د ښځو وضعیت ته اشاره کړې لیکلي، له ښځو سره د طالبانو چلند نه دی بدل شوی.


دوی طالبان د واک په انحصار، ظلم، هدفي وژنو او نورو تورن کړي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې د طالبانو د غونډو کوربه‌توب کوي غوښتي چې د هغوی له ملاتړ لاس واخلي.


خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او  دا ډول اعتراضونه یې شخصي عقدې او له افغانستانه د وتلو لپاره یوه تګ‌لاره یاده کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *