سعودي وایي چمتو دی چې له ایران سره پنځم پړاو خبرې وکړي
السعود چې پرون د جرمني د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوله، هیله څرګنده کړه چې د ایران له لوري به په سیمه کې د نوې تګلارې د موندلو لپاره جدي لېوالتیا وي.
ایران تر اوسه پوري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښوولی.