د طالبانو حکومت: له نړۍ سره د یوه رسمي تعامل په چوکاټ کې مخ ته ځو
خو بیا هم طالب چارواکي وايي، له نړۍ سره هغه تعامل لري چې د رسمیت پېژندنې په پایله کې منځته راځي.
د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او د دوی د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې رسمي تعامل یوازې په راشه درشه او راکړه ورکړې پورې محدودوي.
مجاهد وایي:" اسلامي امارت هڅه کوي چې تفاهم را منځته شي. زموږ هر ځلې بهرني سفرونه او په کور دننه د بهرنیو راتګ هغه همېشه دا موضوعات له ځان سره لري چې د ډیپلوماټیک تماس لپاره لاره هواره شي او د افغانستان نظام په رسمیت ومنل شي او د نړۍ په موضوعاتو کې د یوه مطرح او مسؤل جهت په توګه وپېژندل شي. دې ته هڅې روانې دي او په راتلونکې کې به دا موضوع حل کېږي. "
که څه هم ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې ژر به یې حکومت رسمیت پیدا کړي، خو تازه د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له دې کار انکار کړی.
انیکن هویتفلد په مونېخ کنفرانس کې ویلي، د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې ته لېواله نه دي او دا کار به و نه کړي.
ناروې هغه هېواد دی چې روانه میاشت یې د طالبانو، ځینو افغان سیاسیونو، معترضو مېرمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوې غونډې کوربهتوب هم وکړ.
چېرته چې عملاً د بحث یوه مهمه موضوع د طالبانو د اوسني نظام مشروعیت و.
خو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد بیا وايي، ځینې هېوادونه د خپل منځي نزاکتونو له امله دې ته چمتو شوي نه دي چې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړي.
د طالبانو اوسنی حکومت له پیله ډېر هیلهمند و چې شاید له واکمنېدو سره سم یې ډېر ژر یو شمېر هېوادونه د رسمي حکومت په توګه ومني، خو لا یې دا هیله یوازې د هیلې تر بریده پاتې ده.
د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه ان هغو هېوادونو هم لا نه ده کړې چې دوی ته ډېر نږدې و او له واکمن کېدو وړاندې یې ورسره خورا نږدې اړیکې درلودې.
د امریکا متحدهایالاتو هغه مهال چې په افغانستان کې د طالبانو او مخکېني جمهوري نظام ترمنځ جګړه روانه وه، خبرداری ورکړی و، که طالبان په زور واکمن شي، له سختو بندیزونو او د نظام د عدم مشروعیت له ننګونې سره به مخ شي.