په کابل کې د لامبو وهنې سیالیو پای لوبې ته چمتوالی روان دی
د دې فدراسیون رئیس قاسم علي احمدي نن ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې ټاکل شوې د لامبو وهنې سیالیو پایلوبه سبا دوشنبه د سولې او دوستي په نوم په کابل کې جوړه شي.
ښاغلی احمدي وايي، په دغو سیالیو کې ۸۰ لوبغاړي په بېلابېلو سني کټګوریو ځوانانو کې ګډون کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کابل د لامبو وهنې د څلورم پړاو سیالیو هدف، د ملي لوبو لپاره د ښو لوبغاړو پېژندل دي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.