Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یونېسف: افغانو ښوونکو ته د ۲ میاشتو لپاره نغدې مرسته ورکوو

په هغه خبرپاڼه کې چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف د یکشنبې په ورځ خپره کړه، راغلي دي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې ۱۹۴۰۰۰ ښوونکو ته د دوو میاشتو لپاره نغدې مرسته ورکوي.  


په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یونېسف او نور همکاران یې د دولتي ښوونځیو له ټولو ښوونکو ملاتړ کوي، په همدې خاطر په جنوري او فبروري میاشتو کې له دوی سره مرسته کوي. 


په اعلامیه کې راغلي چې د ټولو دولتي ښوونځیو، تخنیکي او مسلکی مرکزونو او د ښوونکو د روزنې مرکزونو (دارالمعلمینونو) ښوونکي په دې پروګرام کې شامل دي.  




په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یونېسف ادارې د استازي محمد ایویا له قوله ویل شوي دي: "د ښوونکو د معاشونو په برخه کې له څو میاشتو بې ثباتۍ وروسته خوشاله یو چې د افغانستان د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د بیړني ملاتړ زمینه برابروو. " 


محمد ایویا ویلي، يونېسف اداره ۲۵۰ ملیونه اضافي ډالرو ته اړتیا لري چې د افغانستان له ښوونکو اوږد مهاله ملاتړ وکړي.  


د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، د دې وزارت او يونېسف ادارې د تفاهم پر بنسټ ښوونکو ته د يونېسف ادارې له خوا د ۲ میاشتو لپاره مرسته کېږي.  


د دې وزارت د نشراتو رئیس عزیز احمد ریحان د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:" دا مرسته د ټولو ښوونکو لپاره چې د افغانستان په هره سیمه کې وي، ورکول کېږي. اوس به د مرغومي (جدي) او د سلواغې (دلوې) میاشتې لپاره دا مرستې ورکړل شي، که توافق وشي شاید په راتلونکو میاشتو کې تر یوه کاله پورې دا مرستې دوام وکړي." 


ریحان وايي، د یونېسف ادارې مرسته شوې پیسې به ښوونکو ته د بانکي حسابونو له لارې حواله شي او دوی کولای شي له بانکونو یې ترلاسه کړي. 


نوموړي زیاته کړه چې تر دې دمه دوی د یونېسف ادارې شوې مرسته ۴۰ زره ښوونکو ته د بانکي حسابونو له لارې ور لېږلې ده. 


په افغانستان کې د یونېسف ادارې مرسته د ښوونکو له هرکلي سره مخ شوې ده.




ښوونکې شهناز ازادي راډيو ته وویل:" دا ډېر ښه اقدام دی، موږ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو، هیله لرو چې دا مرستې ډېرې شي او ښوونکي له پامه و نه غورځول شي. " 


بله ښوونکې سهیلا وایي:" موږ ډېر خوښ یو چې يونېسف ادارې له موږ سره دا مرسته وکړه، تر اوسه پورې موږ ته د لیندۍ او مرغومي میاشتې معاشونه نه دي راکړل شوي. " 


له ښوونکو سره داسې مهال د یونېسف ادارې د مرستو لړۍ پيلېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او بشري او اقتصادي بحران له رامنځ ته کېدو سره طالبان تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي چې په منظم ډول د دولتي کارکوونکو معاش ورکړي.


له دې مخکې د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و چې د وري یا حمل میاشتې له پیله به دا بهیر منظم کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *