Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عام افغانان:د پاکستان د ویزو د ورکړې بهیر کې له ستونزو سره مخ یو

په کابل کې د پاکستان سفارت له څو میاشتو راهیسې د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا په موخه انلاین کړی، خو یو شمېر عام افغانان اوس هم شکایت لري.


د کابل ښار یو اوسېدونکي لطف الله بهير ازادي راډیو ته وویل، د ناروغ پلار لپاره یې ویزه اخیستي، خو اوس د کورنۍ د نورو غړو لپاره ویزې نه شې اخیستلی.


بهیر وایي:" پلار لپاره خو مې درې میاشتنۍ روغتیایي ویزه واخیسته او ډېرې ستونزې مو وګاللې، نیمه کورنۍ مو پاکستان او نیمه دلته ده اوس غواړم دا پنځو کسانو کورنۍ ته مې ویزې واخلم خو ایجنسۍ والا د هرې ویزې پر سر تر یو نیم سل ډالر غواړي هغه هم درې میاشتنۍ ویزې باندې."


لطف الله وایي، د انلاین ویزو لپاره یې و هڅو او انتظار کومه پایله ورنه کړه نو ځکه یې سیاحتي شرکتونو او ایجنسیو ته مراجعه کړې.




د جلال اباد ښار اوسېدونکی عثمان بل افغان دی چې د پاکستان ویزې ته یې اړتیا پېښه ده.


دی هم له زیات انتظار ستړی ښکاري،نوموړي ازادي راډیو ته وویل:" د پاکستان ویزې ته مو سخته اړتیا ده، ناروغ لرو غواړو  پاکستان ته یې بوځو، دلته ډاکترانو ځواب راکړی، ډېر وخت کېږي د ویزې انتظار کوو خو په انلاین ډول نه راوځي او هغه پخوانی سیستم چې په کتار به درېدلو هغه هم اوس نه شته."


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کابل ته د درېیو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په سفرونو کې د طالبانو حکومت سره ژمنې وشوې چې دوی به افغانانو ته د پاکستان د ویزو بهیر چټک، اسانه او پراخوي.


طالبان هم مني چې دا ستونزې په خپل ځای پاتې دي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل:"د پاکستان د ویزو په برخه کې ستونزې شته، یو ځل دوی وویل چې ویزې خلاصې شوي او نورې راځي خو موږ تماسونه نیولي چې دا ستونزې حل شي په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره دې اسانتیاوې برابرې شي."




د دې ستونزو په اړه مو په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکي وپوښتل، د دغه سفارت د رسنیو د برخې قونسل طاهر نواز ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې د پیسو په مقابل کې د ویزو د ورکړې ادعا رد کړه.


ښاغلي نواز لیکلي:" دوی (ویزه غوښتونکي) په غوښتنلیک کې غلط معلومات ځای په ځای کوي له همدې امله د ځنډ لامل ګرځي، کله چې دوی ته بیا  بریښنالیکونه واستول شي ، دوی هېڅ ځواب نه ورکوي."


خو عام خلک بیا ادعا کوي چې د ویزو د ورکړې د بهیر دا ځنډ د دې لامل شوی چې کمېشن کارانو ته د ویزو د اخیستلو لپاره پیسې ورکړي.


د یادونې ده چې اکثره افغانان پاکستان ته د روغتیایي ستونزو او درملنو لپاره ځي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *