د نورستان په ۵ ولسوالیو کې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړیږي
د نورستان په پنځو ولسوالیو کې لسو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړیږي.
دغه ودانۍ د یو اېن ډي پي او سویډن موسسې له خوا د ۸۸ ملیونو افغانیو په مالي لګښت په شا اوخوا دوه کلنو کې جوړیږي.
په نورستان کې روغتیايي مسؤلین وايي، د ودانیو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په نورستان کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس مولوي نقیب الله نوري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه ودانۍ په برګیمټال،کامدېش، وانت وایګل، دو اب او منډول ولسوالیو کې د ۸۸ ملیونو افغانیو په لګښت جوړیږي.
د هغه په خبره چې په دغو پیسو کې ۳۸ ملیونه د سویډن موسسې او پنځوس ملیونه يې د یو اېن ډي پي یا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له خوا ورکول کېږي.
په نورستان کې په داسې حال کې لسو روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړیږي چې په مرکز پارون کې د پنځوس بستریز روغتون د ودانۍ چارې په ټپه ولاړې دي.