ننګرهار ته د هند د مرسته شوېو غنمو لومړۍ جوپه را ورسېده
ننګرهار ته د هندوستان له ۵۰ زره ټنو مرسته شوېو غنمو لومړۍ جوپه را ورسېده.
هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره ازادي راډيو ته رسېدلې، په کې ویل شوي چې د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي ته د هندوستان ۵۰ زره ټنه مرسته شوېو غنمو څخه په لومړۍ جوپه کې ۲۵۰۰ ټنه غنم را ورسېدل چې په هېواد کې به پر بې وزله کورنيو ووېشل شي.
خبرپاڼه وایي، دا مرسته په تورخم ښارګوټي کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي وزارت مرستيال مولوي شرف الدين ته وسپارل شوه.
مولوي شرف الدين په سیمه کې په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې ویلي چې د پنځوس زره ټنو څخه په ۴۲ لاريو کې بار ۲۵۰۰ ټنه غنم را ورسېدل او ژر به پاتې ۴۷ نيم زره ټنه هم را ورسېږي.
نوموړي له هندوستانه د مننې ترڅنګ پر نړیوالو غږ وکړ چې دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاس نیوی وکړي او یوازې یې پرېنه ږدي.
ویل کیږي چې هندوستان د افغانستان لپاره دغه ۵۰ زره ټنه غنم څو میاشتې وړاندې اعلان کړې وه، خو د مسؤلانو په خبره، په لارو کې د شته ستونزو له کبه ځنډول شوې وه او ژر به یې پاتې برخه هم افغانستان ته را واستول شي.